د ا.ا بهرنیو چارو وزیر په کابل کې د ایران له سفیر، عليرضا بیکدلي سره کتلي او دواړو لوریو د افغانستان او ایران ترمنځ د دوه اړخیزې همکارۍ او سوداګرۍ په اړه خبرې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت په اېکس لیکل شوي چې مولوي امیرخان متقي د امريکا او اسرائيلو له خوا د ايران پر خلاف تېری او په سيمه کې يې د جګړې د لمن پراختيا د ټولې سيمې په زيان ګڼلې ده.
ښاغلي متقي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستي وضعيت په تړاو د ايراني چارواکو مثبت دريځ ستایلی او د افغانستان اصولي دريځ يې بيان کړی چې د معنا لرونکو او رښتينو خبرو له لارې د دواړو لوريو د معقولو غوښتنو د حل غوښتونکی دی.
په ورته مهال د ايران سفير د امريکا او اسرائيلو له خوا د پيل کړې جګړې په تړاو د خپل هېواد دريځ او وروستی وضعيت شريک کړی دی.
نوموړي ویلي چې مشرتابه يې د افغانستان او پاکستان ترمنځ وروستی وضعيت له نږدې څاري او د سولهييز حل غوښتونکی دی.


