خانهافغانستانسبا په یو شمېر ولایتونو کې د ورښت اټکل شوی

سبا په یو شمېر ولایتونو کې د ورښت اټکل شوی

د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت د هواپېژندنې ریاست سبا د هېواد په ۲۴ ولایتونو کې د باران او سېلابونو راوتلو اټکل کړی دی.

د دې ادارې د خبرپاڼې له مخې چې سبا (دوشنبه، وري ۱۰مه) په نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، کاپیسا، پنجشیر، پروان، بغلان، سمنګان، بلخ، بدخشان، تخار، کندوز، کابل، میدان‌وردګ، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا، غزني، روزګان، دایکنډي، بامیان او غور ولایتونو د ورښت اټکل شته.

د هواپېژندنې ریاست همداراز ویلي چې د یادو ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې به د باران کچه له ۱۰ – ۴۵ ملي مترو پورې وي.

سرچینې همداراز ویلي چې د ورښت ترڅنګ به ختیځ ولایتونه د تېزو بادونو شاهدان هم وي چې سرعت به یې په یو ساعت کې له ۵۰ – ۷۵ کیلو مترو پورې وي.

دا اټکل داسې مهال کېږي چې نن (یکشنبه) هم د هېواد په ډېرو سیمو کې باراني ورښتونه پیل شوي.

د یادولو ده چې له تېرو ۲۴ ساعتونو راهیسې په هېواد کې د ورښتونو له امله کسان مړه او ۲۶ نور ټپیان شوي دي.

بلخوا یو شمېر هېوادوال وروستیو ورښتونو ته خوښ دي او هیله لري چې دا به د راتلونکي کال د ابادۍ لپاره ګټور تمام شي.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه