امریکايي چارواکي وایي چې د دغه هېواد جګړې وزارت په ایران کې د احتمالي ځمکنیو عملیاتو لپاره چمتووالی نیسي، او په همدې موخه یې تازه زرګونه سمندري ځواکونه منځني ختیځ ته استولي دي.
د امریکايي رسنیو په راپورونو کې د یو شمېر چارواکو په حواله ویل شوي چې د امریکا جګړې وزارت ښايي په راتلونکو اوونیو کې د ایران دننه ځمکني عملیات پیل کړي.
د واشنګټن پوسټ د دې راپور له خپرېدو وروسته سپینې ماڼۍ ویلي چې منځني ختیځ ته د زرګونه سمندري ځواکونو استول په ایران کې د ځمکنۍ جګړې د پیلېدو لپاره د «ډونالډ ټرمپ» وروستۍ پرېکړه نه ده، بلکې دا یو عادي پوځي اقدام بلل شوی دی.
پر ایران د امریکا – اسرائیل د بریدونو په لومړیو ورځو کې د ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی و چې ژر به د ایران دننه ځمکني عملیات پیل کړي. د ټرمپ دا خبرداری د ایراني چارواکو له توند غبرګون سره مخ شوی و.
تهران ویلي وو چې دوی پر ایران د هر ډول پوځي اقدام ځواب ویلو ته چمتو دي.
په ورته مهال داسې راپورونه هم خپاره شوي چې امریکا به د سیمې د هېوادونو له کارونې پر ایران ځمکني عملیات پیلوي. بلخوا ولسمشر، مسعود پزشکیان په تازه څرګندونو کې د سیمو هېوادونو ته خبرداری ورکړی چې که د خپلو هېوادونو امنیت او پرمختګ غواړي نو د دوی دښمن ته دې د ایران پر ضد د خپلې خاورې د کارونې اجازه نه ورکوي.


