خانهنړۍپر فلسطین د اسراییل بریدونو کې شپږ تنه وژل شوي

پر فلسطین د اسراییل بریدونو کې شپږ تنه وژل شوي

د فلسطین روغتیايي چارواکو اعلان کړی، چې د غزې په ځینو برخو باندې د اسراییلو په وروستیو بریدونو کې د یوه ماشوم په ګډون شپږ کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

د فلسطین روغتیايي چارواکو نن(یکشنبه، د مارچ ۲۹مه) اعلان کړی چې د غزې په ځینو برخو باندې د اسراییلو په وروستیو بریدونو کې شپږ کسان وژل شوي او  همداراز څلور نور ټپیان شوي دي.

په وژل شویو کې یو ماشوم هم شامل دی.

نړیوالو رسنیو راپور ورکړی چې د اسراییلو پوځ نن سهار د غزې په سویلي برخه کې د خان یونس په سیمه کې د پولیسو دوه پوستې په هوايي بریدونو سره په نښه کړې.

د راپورونو له مخې، په غزه باندې د اسراییلو د بریدونو قربانیانو کې درې پولیس افسران او درې ملکي وګړي شامل دي.

باید وویل شي چې له هغه وخت راهیسې چې اسراییلو د تېر کال په نومبر کې په غزه کې اوربند ته هوکړه کړې وه، په بریدونو کې ۶۹۲ فلسطینیان وژل شوي او ۱۸۹۵ نور ټپیان دي.

مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه