Friday Jan 19, 2018

د ترهګرو په لېسټ کې د مشرف نوم د شاملولو په هکله له ټرمپ څخه غوښتنې

نوشته شده توسط khaama - Sun Dec 03 2017, 10:20 am

د پاکستان د بلوڅ قوم یوې لوړپوړې مشرې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر له ډونالډ ټرمپ څخه غوښتلي ترڅو د پاکستان پخواني ولسمشر او د پوځ مشر د پرویز مشرف نوم د ترهګرو په لېسټ کې شامل کړي.

د راپورنو له مخې، د بلوڅ ښځو نړیوال شورا مشرې نیلا قادري په دې اړه ولسمشر ټرمپ ته یوه لیک هم استولی دی.

په دغه لیک کې له ولسمشر ټرمپ غوښتل شوي چې پرویز مشرف دې د نړیوال ترهګړې په توګه دامریکا په تور لېست کې شامل شي.

ولسمشر ټرمپ دغه لیک ظاهراً وروسته له هغه استول شوی چې نوموړی په وروستیو کې د لښکر طیبه په ملاتړ په یوه ټلویزیوني مرکه کې خبرې وکړې.

د لښکر طیبه مشر حافظ سعید څو ورځې وړاندې د پاکستاني چارواکو له خوا په خپل کې کور کې له قید څخه خوشې شوه.

د سپینې ماڼی ویاندې سارا هوکابي له دې وړاندې ویلي وو چې د امریکا متحده ایالاتو حکومت د لښکر طیبه مشر حافظ سعید خوشې کول په کلکو ټکو غندي او پر اسلام اباد غږ کوي چې د نوموړی د بېرته نیولو او محاکمې په خاطر ژر اقدامات وکړي.

نومړې زیاته کړه، چې د لښکر طیبه مشر خوشې کول د ترهګرو پر ضد د پاکستان حکومت د ژمنو په هکله د اندیښنې وړ پیغام استوي ځکه دغه اقدام د پاکستان د هغو ژمنو په تضاد کې لیدل کیږي چې ګواکې پاکستان هیڅکله ترهګرو ډلو ته امن ځایونه نه ورکوي.

اغلي هوکابي خبرداری ورکړ که چیرې پاکستان حکومت د لښکر طیبه مشر پر خلاف جدي اقدمات و نه کړي نو دغه پرېکړه به د دواړو هېوادونو پر اړیکې منفې اغیزې او ناورې عواقب ولري.

خامه پرس پښتو | د افغانستان خبري آژانس را دنبال کنید با تویتر, فسبک. و آر اس اس

نظر دهید