د ا.ا بهرنیو چارو وزیر د متحده عربي اماراتو د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو له وزیر، عبدالله بن زاید آل نهیان سره د بېلابېلو مسایلو په اړه ټلېفوني خبرې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې چې په دې مکالمه کې پر دوهاړخیزو اړیکو، د افغانستان او امريکا ترمنځ موضوعاتو، سيمهييز وضعیت او د افغانستان او پاکستان ترمنځ وروستيو جریاناتو په تړاو خبرې شوې دي.
د دې مکالمه کې امير خان متقي د افغانستان او پاکستان د وضعيت په اړه ویلي چې افغانستان د ګاونډي په توګه له پاکستان سره ستونزې د خبرو او تفاهم له لارې حل کول غواړي او هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د پاکستان په خلاف وکاروي.
د نوموړي په وینا چې د پاکستان په وړاندې د افغانستان ټول پوځي اقدامات دفاعي وو او د تیري په صورت کې د ځان لپاره د مشروع دفاع حق خوندي بولي.
بلخوا د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان او امريکا ترمنځ اړيکې مهمې بللې او چمتووالی يې ښودلی چې هېواد به يې په دې برخه کې د مثبت رول لوبولو ته ادامه ورکړي.
عبدالله بن زاید همداراز د افغانستان او پاکستان ترمنځ تاوتريخوالی د هېڅ لوري په ګټه ونه باله او څرګنده يې کړه چې هېواد به يې د ستونزو د اواري په برخه کې خپلې هڅې دوامداره وساتي.


