د ننګرهار امنیې قوماندانۍ خبر ورکړی چې د دغه ولایت د بټيکوټ ولسوالۍ اړوند د باریکاب شینوارو کلا په سیمه کې د ترافیکي پېښې له امله څلور کسان مړه او یو بل ټپي شوی دی.
د امنیې قوماندانۍ ویاند، سید طیب حماد ویلي چې دا پېښه له یوې ونې سره د ګړندي روان سویفټ موټر د ټکر کېدو له امله شوې ده.
د ښاغلي حماد په وینا چې د دې پېښې له امله یو کس سخت ټپي شوی هم دی.
سرچینې لیکلی: “د پېښې له رامنځته کېدو سره سم د بټيکوټ ولسوالۍ امنیتي پولیس او ترافیکو د حادثاتو د بررسۍ ټیم سیمې ته رسېدلي، د پېښې لومړنۍ څېړنه یې ترسره کړې او ټپي کس یې د درملنې په موخه نږدې روغتیايي مرکز ته لېږدولی دی چې روغتایي وضیعت یې نازک ښودل شوی.”
د یادولو ده چې له تېرو څو کلونو راهیسې په هېواد کې ترافیکي پېښې په بېسارې توګه زیاتې شوې چې ستر لاملونه یې د چلوونکو بېاحتیاطي، خراب سړکونه، ګړندی تګ او د ترافیکي اصولو نهمراعاتول بلل کېږي.
په هېواد کې د ترافیکي پېښو له امله وخت ناوخت ښځې او ماشومان هم ژوند بایلي.


