د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو تېره ورځ جمعه وویل چې واشنګټن تمه لري چې د ایران پر وړاندې پوځي عملیات به په څو اوونیو کې پای ته ورسېږي او د ځمکنیو ځواکونو لېږلو ته به اړتیا ونه لري.
روبیو په فرانسه کې د G7 د بهرنیو چارو وزیرانو له غونډې وروسته خبریالانو ته وویل: “موږ په مهالوېش کې یو یا له مهالوېش څخه مخکې یو او موږ تمه لرو چې عملیات به په وخت سره پای ته ورسېږي( میاشتو پرځای په اوونیو کې).”
هغه ټینګار وکړ چې امریکا کولی شي خپل ټول اهداف د ځمکنیو ځواکونو کارولو پرته ترلاسه کړي، که څه هم سیمې ته یو شمیر ځانګړي ځواکونه لیږل شوي ترڅو د ډونالډ ټرمپ لپاره ” اعظمي انعطاف چمتو کړي”.
سټیو ویټکاووف، د امریکا ځانګړي استازي هم وویل چې هغه باور لري چې له ایران سره خبرې اترې به “په دې اوونۍ کې” پیل شي. ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا ادعا کړې چې تهران د یوې معاملې په لټه کې دی.
له دې سره، پنټاګون سیمې ته د زرګونو سمندري ځواکونو دوه ډلې لېږي، چې لومړۍ به یې د مارچ تر پایه پورې په یوه لویه جنګي بېړۍ کې راشي. په زرګونو غوره هوايي ځواکونه هم د ځای پر ځای کولو لپاره چمتو دي.
دې اقداماتو اندیښنې راپورته کړې چې جګړه کولی شي په یوه اوږده ځمکنۍ شخړه بدله شي. دا جګړه، چې د فبروري په ۲۸مه د امریکا او اسراییلو د هوايي بریدونو سره پیل شوه چې د ایران ستر مشر یې وواژه، لا دمخه یې د انرژۍ په نړیواله سوداګرۍ کې سخت ګډوډي رامنځته کړې، بیې یې لوړې کړې او د اقتصادي رکود ګواښ یې کړی دی.
روبیو په اروپایي او اسیایي هیوادونو هم غږ وکړ چې د هرمز تنګي له لارې د بار وړلو خوندي کولو کې مرسته وکړي. تر دې دمه، کاناډا په رسمي ډول د هرمز تنګي د بیا پرانستلو کې د مرستې لپاره خپل چمتووالی اعلان کړی دی.


