خانهنړۍ"د سیمې هېوادونه باید د «اسرائیل» په دام کې ښکېل نه‌شي"

“د سیمې هېوادونه باید د «اسرائیل» په دام کې ښکېل نه‌شي”

د ترکیې بهرنیو چارو وزیر «هاکان فیدان» وایي چې اسلامي هېوادونه باید د اسرائیلو په دام کې ښکېل نه‌شي، ځکه په وینا یې چې اسرائیل په اوږدمهاله شخړو کې د سیمې هېوادونو د اخته‌کولو هڅې کوي.  

هاکان فیدان پر اسرائیل دا نیوکې له یوې رسنۍ سره په مرکه کې کړې، او ټینګار یې کړی د ایران په ګډون د سیمې هېوادونه دې د اسرائیلو په دام کې ښکېل نه‌شي.

ترکیې تر دې مخکې هم پر ایران د اسرائیل – امریکا بریدونه غندلي وو، او همداراز یې له ایران غوښتي وو چې د دغو بریدونو په غبرګون کې د سیمې هېوادونه په نښه نه کړي.

د ترکیې بهرنیو چارو وزیر دا څرګندونې داسې مهال کړې د ایران او امریکا – اسرائیلو ترمنځ په جګړه شاوخوا یوه میاشت اوړي، او تر اوسه هم د دې بریدونو د پایته‌رسېدو کومه نښه نه لیدل کېږي.

دا جګړه اوس داسې پړاو ته رسېدلې چې له امله یې آن د اسرائیلو په کابینه کې هم د شدیدو اختلافاتو د رامنځته‌کېدو په اړه راپورونه خپاره شوي، او د امریکا په ملاتړ په روانه جګړه کې اسرائیل له ماتې سره مخ بلل شوي دي.

بلخوا ایراني چارواکو خبرداری ورکړی چې تر څو پر تهران «تپل‌شوې» جګړه نه وي درېدلې، تر هغو به د ایران سخت بریدونه هم دوام لري.

Asmatullah SALEH
Asmatullah SALEHhttps://pohawaimedia.com/
Asmatullah SALEH has been a journalist with various Afghan media for the past Eleven years. He is currently a journalist with Khaama Press News Agency.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه