د اوزبیکستان په پلازمېنه، تاشکند کې بېلابېل افغاني محصولات د دریو ورځو لپاره په ۶۰ غرفو کې نندارې ته اېښودل شوي دي.
د راپورونو له مخې چې دا نندارتون پرون (چهارشنبه) د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام په مالي ملاتړ پرانیستل شوی.
ویل کېږي چې په دې نندارتون کې به بېلابېل افغاني محصولات د دریو ورځو لپاره نندارې ته اېښودل شوي وي.
تر دې مخکې هم د اوزبیکستان په ګډون په یو شمېر هېوادونو کې د افغاني محصولاتو لپاره نندارتونونه جوړ شوي وو.
د یادولو ده چې د سیمې په هېوادونو کې دا ډول نندارتونونو د افغاني محصولاتو د بازارموندنې لپاره ګټور تمامېږي او افغان سوداګر یې د دوام هیله څرګندوي.
دا مهال د افغانستان محصولات د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې ښه بازار او شهرت لري او ټاکل شوې چې سږ کال به د سیمې په یو شمېر نورو هېوادونو کې ورته نندارتونونه پرانیستل شي.
دا یادونه هم ضروري ده چې په افغانستان کې د اسلامي امارت له بیاځلي واکمنېدو وروسته اوزبیکستان د سوداګریزو چارو اړوند له افغانستان سره اړیکې پياوړې کړې دي.


