خانهافغانستانفراه کې د کرنیزو محصولاتو لپاره د مارکېټ جوړولو چارې پیل شوې 

فراه کې د کرنیزو محصولاتو لپاره د مارکېټ جوړولو چارې پیل شوې 

د فراه مسوولین وایي، په یاد ولایت کې د ۱۵۰ میلیون افغانیو په لګښت د کرنیزو محصولاتو د راټولولو او وېش لپاره د یو مارکېټ جوړولو چارې پیل شوې دي. 

د خبرپاڼې له مخې چې دا مارکېټ په ۳۵ جریبه ځمکه جوړېږي او ۲۳۰ دوکانونه به پکې وي. 

سرچینې لیکلي چې دا مارکېټ د یو خصوصي سکټور له لوري د ۱۵۰ میلیون افغانیو په لګښت جوړېږي او چارې یې پیل شوې دي. 

د مسوولینو په وینا چې د دغه مارکيټ په جوړېدو سره به کروندګرو ته بېلابېلې اسانتیاوې برابرې او د محصولاتو راټولولو، لېږد او د ګڼې ګوڼې ستونزې به ورسره کمې شي. 

بلخوا د فراه یو شمېر اوسېدونکي د دې پروژې پیل ته خوښ دي او له خصوصي سکټور او اسلامي امارت غواړي چې د دوی کرنیزو محصولاتو ته ځانګړې پاملرنه وکړي. 

د یادولو ده چې تر دې مخکې هم په یو شمېر ولایتونو کې د ورته مارکېټونو پروژې پيل شوې وې چې د ډېرو چارې یې بشپړېدو ته نږدې شوې دي. 

بلخوا د هېواد کروندګرو بار بار له اسلامي امارت غوښتي چې د دوی د کرنیزو محصولاتو ساتنې او سوداګرۍ ته پام وکړي. 

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه