د کونړ مسوولین وایي، د یاد ولایت په «ناړۍ» ولسوالۍ کې د پاکستان پوځي رژیم له لوري په هاوان برید کې یو ملکي وګړي ژوند بایللی او درې نور ټپیان شوي دي.
د اسلامي امارت باختر اژانس د کونړ امنیې قوماندانۍ ویاند، فریدالله دهقان له قوله ویلي چې دا برید تېر ماښام د ناړۍ ولسوالۍ په «پاشنګر» سیمه کې شوی دی.
د سرچینې د معلوماتو له مخې چې د برید پرمهال د ملکي وګړي یو کور د پاکستان پوځي رژیم له لوري په هاوان مرمۍ لګېدلی او څلور کسانو ته پکې مرګژوبله اوښتې ده.
د مسوولینو په وینا چې د دغه برید له امله په ټپيشویو کسانو کې ښځې او ماشومان شامل دي.
د پاکستان پوځي رژیم تر دې مخکې هم د کونړ ولایت پر بېلابېلو برخو هاوان او توغندیز بریدونه کړي چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونه ملکي وګړو ته مرګژوبله اوښتې ده.
دا بریدونه داسې مهال کېږي چې تازه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو متخصصانو پر افغانستان د پاکستان وروستي بریدونه د نړیوالو قوانینو له مخې غیرقانوني بللي او ویلي یې دي چې دا د ملکي وګړو د ژوند د حق سرغړونه ګڼل کېږي.


