خانهنړۍسعودي ویلي، یوازې نن یې ۳۰ ډرونونه شنډ کړي

سعودي ویلي، یوازې نن یې ۳۰ ډرونونه شنډ کړي

د سعودي عربستان هوايي دفاعي ځواک نن اعلان کړی، چې ۳۰ ډرونونه یې له‌ منځه وړي دي.

د سعودي عربستان هوايي دفاعي ځواک نن(سه‌شنبه، د مارچ ۲۴مه)  اعلان کړی، چې ۳۰بې‌پیلوټه الوتکې (ډرونونه) چې د هېواد ختیځې سیمې ته روانې وې، له‌منځه وړي دي.

دا اعلان په داسې حال کې شوی چې د ایران او سیمې ترمنځ د روانو شخړو ۲۵مه ورځ ده.

د راپورونو له مخې، تېره ورځ هم سعودي هوايي دفاعي ځواک درې بالستیک توغندي چې د ریاض پر لور توغول شوي وو، شنډ کړي دي.

له دې ډلې یو توغندی په هوا کې شنډ شوی، خو دوه نور په غیرمېشتو سیمو کې لوېدلې دي. همداراز په ختیځه سیمه کې اووه نور ډرونونه هم له منځه یوړل شوي وو.

باید وویل شي چې د سعودي چارواکو ټینګار کړی چې د خپل حاکمیت، ملي امنیت، خاورې، هوايي حریم، اتباعو او خلکو د ساتنې لپاره به له هېڅ اقدام څخه ډډه ونه کړي. دوی همداراز ویلي چې دا اقدامات د ملګروملتونو منشور د ۵۱مې مادې پربنسټ کېږي چې د ځان‌دفاع حق تضمینوي.

تر دې وړاندې هم سعودي د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې له ایران سره د دغه هېواد اړیکې د باور له جدي کمښت سره مخ دي او وروستیو بدلونونو دا وضعیت لا پسې خراب کړی دی.

مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه