په بلخ کې د ۲۰۹ الفتح قول اردو ویاند حماد وصال د تېره دوشنبې شپه، د مارچ ۲۳مه وویل چې دوی پر پاکستاني الوتکو ډزې کوي او له خلکو یې وغوښتل چې اندېښنه ونه لري. هغه په دې اړه نور جزییات ورنه کړل.
مخکې له دې، د بلخ د ا.ا د والي ویاند عطاالله زید په ایکس پاڼه کې ولیکل چې نن شپه په بلخ کې هېڅ نه دي پېښ شوي.
د پاکستان حکومت تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي. مخکې له دې، ځینو سیمهییزو رسنیو د سرچینو په حواله ادعا کړې وه چې په بلخ کې هوايي بریدونه شوي دي.
په ورته وخت کې، د اختر په ورځو کې د بریدونو د بندولو اعلان سره سره، ا.ا او یوې روغتیايي سرچینې د یکشنبې په ورځ وویل چې د پاکستان له خوا د توغول شوي توغندي له امله په کونړ کې دوه کسان وژل شوي دي.
د اختر اوربند د تېرې دوشنبې په ورځ په کابل کې د روږدو د درملنې په یوه مرکز د پاکستان د برید له امله له ۴۰۰ څخه زیات کسان ووژل شول.


