خانهافغانستانتېر کال په څه باندې ۲۰ زره موټرو کې «جي‌پي‌اېس» الې نصب...

تېر کال په څه باندې ۲۰ زره موټرو کې «جي‌پي‌اېس» الې نصب شوي

په هېواد کې د ترافیکي پېښو د مخنیوي په موخه، د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت وایي چې تېر ۱۴۰۴ کال په ۲۰ زره، ۲۲ ټرانسپورټي موټرو کې «جي‌پي‌اېس» نصب شوې دي. 

د دغه وزارت په اېکس‌پاڼه لیکل شوي چې تر دې دمه په ټول هېواد کې په مجموعي ډول شاوخوا ۴۰ زره مسافروړونکو او باروړونکو موټرو کې د جي پي اېس الې نصب شوې دي.

سرچینې لیکلي چې په موټرو کې د جي‌پي‌اېس الو د نصب لړۍ په منظم ډول دوام لري.

د ټرانسپورت او هوایي چلند وزارت پروسږ کال ویلي وو چې په هېواد کې د ترافیکي پېښو او نورو ستونزو د مخنیوي په موخه په مسافر وړونکو او بار وړونکو موټرو کې جي‌پي‌اېس الې نصبېږي.

د یادولو ده چې له تېرو څو کلونو راهیسې په هېواد کې ترافیکي پېښې په بې‌سارې توګه زیاتې شوې چې ستر لاملونه یې د چلوونکو بې‌احتیاطي، خراب سړکونه، ګړندی تګ او د ترافیکي اصولو نه‌مراعاتول بلل کېږي.

بلخوا اسلامي امارت بار بار له چلوونکو غوښتي چې د هر ډول سفر پرمهال احتیاط او د مسافرو ژوند ته پام وکړي. 

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه