نړیوالو رسنیو راپور ورکړی چې د کولمبیا د هوایي ځواک اړوند الوتکې د نسکورېدو په پېښه کې ۳۴ کسان مړه او لسګونه نور ټپیان شوي دي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې چې دا الوتکه له الوتنې وروسته په ناڅاپي توګه سقوط شوې، او ښايي د مړو شمېر زیات شي.
د راپورونو له مخې چې په دې الوتکه کې ټول ۱۲۵ کسان وو او د ژغورلشویو په اړه څه نه دي ویل شوي.
دوې ورځې وړاندې د قطر او ترکیې د ګډو ځواکونو یوه الوتکه سقوط شوه چې له امله یې اووه کسان مړه شول.
له تېرو څو کلونو راهیسې په ټوله نړۍ کې د الوتکو د نسکورېدو پېښې زیاتې شوې چې له امله یې سلګونه کسان مړه شوي دي.
د یادولو چې په نړۍ کې د الوتکو د نسکورېدو په پېښو کې وخت ناوخت ډېر لوړپوړي چارواکي هم ژوند بایلي.
پروسږ کال په ایران کې د الوتکې د نسکورېدو له امله د ایران د ولسمشر، ابراهیم رییسي په ګډون د بهرنیو چارو وزیر او یو شمېر نور لوړپوړي چارواکي مړه شول. همدراز سږ کال په سوډان کې هم د یوې الوتکې د نسکورېدو له امله د لوړپوړو چارواکو په ګډون لسګونه کسانو ژوند وبایلود.


