خانهنړۍچین له امریکا او اسرائیلو غوښتي چې پر ایران بریدونه ودروي

چین له امریکا او اسرائیلو غوښتي چې پر ایران بریدونه ودروي

د منځني ختیځ لپاره د چین ځانګړی استازی وایي چې امریکا او اسرائیل باید د ایران پر وړاندې نظامي عملیات ودروي، او د نړیوالې ودې د زیانمنېدو مخه ونیسي. 

نوموړي د کوم هېواد له نوم اخیستو پرته ویلي چې چا ستونزه جوړه کړې، باید هماغه یې حل کړي.  

د چین استازي همداراز خبرداری ورکړی چې د زور کارول یوازې تاوتریخوالی زیاتوي او د جګړې پراخېدو په صورت کې به ټوله سیمه کې جګړه پراخه شي.

په ورته مهال د یو شمېر نورو هېوادونو استازو هم له ایران او امریکا – اسرائیلو غوښتي چې ستونزې د خبرو له لارې حل کړي او روانه جګړه ژر تر ژره پایته ورسوي.    

دا په داسې حال کې ده چې تازه د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ اعلان کړی چې د ایران پر وړاندې یې د پنځو ورځو لپاره پوځي عملیات درولي دي. 

ټرمپ ویلي چې له ایران سره یې خبرې روانې کړې او ښه پایله یې ورکړې ده، خو بلخوا بیا په ایران کې دولتي سرچینو ویلي چې دا مهال د ایران او امریکا ترمنځ هېڅ ډول مذاکرات نه دي شوي او ټرمپ له جګړې تېښته کړې ده. 

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه