په داسې حال کې چې د ایران پر وړاندې د امریکا او اسراییلو جګړه مخ په زیاتېدو ده، نړۍ په بېلابېلو برخو کې ناامني ورځ تر بلې زیاته شوې، او د انفلاسیون او د بانکي سود د نرخونو د لوړېدو په اړه اندېښنې شتون لري، خو د تمې په خلاف د سرو زرو بیه د تېر کال وروستیو میاشتو په کچه د پام وړ راټیټه شوه.
سره له دې په نړیواله کچه داسې ګڼل کېده چې د سرو زرو بیه نړۍ په بېلابېلو برخو کې ناامني له امله خورا لوړه شي، خو له تېرو درې ورځو راهیسېد تېر کال د ډسیمبر له ۱۱ راهیسې خپلې ټیټې کچې ته رسېدلې ده.
د سرو زرو بیه نن(دوشنبه، د مارچ ۲۳مه) ۶ سلنه راټیټه شوه او په هر اونس (۲۸.۳ ګرامه) کې ۴،۲۱۴.۸۹ ډالرو ته ورسېده.
د دې فلز بیه تېره اوونۍ له ۱۰ سلنې څخه ډېره راټیټه شوه، چې د ۱۹۸۳ کال د فبروري راهیسې تر ټولو بده اوونۍ ده. د روان کال د جنوري په ۲۹مه، د سرو زرو بیه د هر اونس ۵،۵۹۴ ته رسېده.
همداراز په نړیوالو بازارونو کې یې بیې راټیټې شوي چې په افغان بازار یې هم اغېز شته.کابل کې د یو ګرام سرو زرو بیه ان تر نهه سوه افغانیو راټیټه شوې او د ښاریان د سرو زرو د بیو پر ټیټېدو خوښ دي.


