د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو نړیوال خبرداری خپور کړی چې په ټوله نړۍ کې، په ځانګړې توګه په منځني ختیځ کې، له امریکایي وګړو څخه غوښتنه کوي چې ډېر احتیاط وکړي.
د بهرنیو چارو وزارت د قونسلګرۍ چارو دفتر نن(دوشنبه، د مارچ ۲۳مه) په یوه بیان کې ویلي چې د امنیتي شرایطو او سیمهییزو بدلونونو له امله، هواي ډګر ممکن په موقت ډول وتړل شي او نړیوال سفر ممکن ګډوډ شي.
په خبرپانه کې ویل شوي چې د امریکا ډیپلوماټیک تاسیسات په نښه شوي، حتی د منځني ختیځ څخه بهر، او د ایران پلوه ډلې ممکن د امریکا نورې ګټې او په ټوله نړۍ کې وګړي په نښه کړي.
دا خبرداری په داسې حال کې راځي چې د ایران، متحده ایالاتو او اسراییل ترمنځ تاوتریخوالی زیاتېږي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اسراییلو چینل ۱۳ ته وویل چې که د هرمز تنګی خلاص نه شي، “تاسو به وګورئ چې څه پېښېږي.”
هغه ټینګار وکړ چې “تاسو به ډېر ژر ومومئ چې د برښنا فابریکو سره د دې نېټې سره څه پېښېږي – دا به ډېره ښه وي.”
ټرمپ زیاته کړه: “ایران به په بشپړ ډول ویجاړ شي، او دا به ډېر ښه کار وکړي.”


