د ایران او امریکا – اسرائیلو د جګړې په دوام، تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی چې د ایران په توغندیزو بریدونو کې تر دې دمه ۱۲۸۱ کسان وژل شوي دي.
د دې رسنۍ په راپور کې ویل شوي چې په تېرو ۲۱ ورځو کې هره ورځ په اسرائیلو کې شاوخوا ۶۰ کسان وژل شوي دي.
په ورته مهال د یو شمېر نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې چې د ایران او امریکا – اسرائیلو د جګړې له پیله تر اوسه په ایران او اسرائیلو کې درانه تلفات اوښتي او زرګونه کسان ټپیان شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې پرون د ایران د ځینو توغندیزو بریدونو له امله په اسرائیلو کې شاوخوا ۱۶۰ کسان ټپیان شول.
بلخوا د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ پرون ایران ته خبرداری ورکړی چې که په ۴۸ ساعتونو کې هرمز تنګی ونه پرانیزي، امریکا به د ایران برېښنایي تاسیسات په نښه کړي. خو په ځواب کې یې ایراني چارواکو خبرداری ورکړی چې دوی هر ډول برید ته چمتووالی لري او تهران غبرګون به تر پخوا څو چنده سخت وي.
په ورته مهال یو شمېر شنونکي په دې باور دي چې که د دې جګړې ښکېل اړخونه خبرې پیل نه کړي، منځني ختیځ کې به بېسارې جګړه رامنځته او نږدې ټول هېوادونه به پکې ښکېل شي.


