Thursday Jan 18, 2018

افغان کرکټ ملي لوبډلې د آی سي سي انټر کانټېنینټل کپ اتلولي وګټله

نوشته شده توسط khaama - Sat Dec 02 2017, 10:27 am

د افغانستان کرکټ ملي بوډلې د کرکټ نړیوال شورا یا د (آی سي سي) انټر کانټېنینټل کپ اتلولي وګټله.

دغه سیالي د افغانستان او عربي متحده اماراتو ترمنځ په ابو ظبي ښار کې جوړه شوې وه چې د څلور ایننګز یا لوبو په پایله کې افغان لوبډلې وتوانید عربي متحده اماراتو ته د ۱۰ ویکټو په توپیر ماتې ورکړي.

د عربي متحده اماراتو ملي لوبډلې د لوبې پچه په ګټلو سره لومړی د توپ اچونې پرېکړه وکړه چې د لوبې په لومړی پړاو کې افغان لوبډله وتوانیدل چې د لوبغاړو له سوځیدو سره ۵۱۰ منډې جوړې کړي.

خو په دوهم پړاو کې او توپوهې په برخه کې د متحد عرب اماراتو لوبډلې د ټولو لوبغاړو له سوځیدو سره وتوانیدل چې ۱۹۷ مندې جوړې کړي او له دې سره یې د لوبې دوهم پړاو       د ۳۱۳ منډو په توپیر د افغانستان په ګټه پای ته ورسیده.

د لوبې په درېیمې پړاو او د توپوپوهنې په برخه کې د متحده عرب امارتو لوبډلې د ټولو لوبغاړو له سوځیدو سره وتوانیدل ۳۳۱ منډې جوړې کړي او د لوبې د پایلې لپاره افغاستان ته یې د ۱۹ منډو هدف ورکړ.

د لوبې په څلورمې پړاو کې افغان لوبډلې وتوانیدل چې دغه هدف پرته د کوم لوبغاړی له سوځیدو سره پوره کړي او له دې سره یې د دغه سیالي اتلولي وګټله.

خامه پرس پښتو | د افغانستان خبري آژانس را دنبال کنید با تویتر, فسبک. و آر اس اس

1 Comment

Comments -49 - 0 of 1First« PrevNext »Last
  1. مبارک
Comments -49 - 0 of 1First« PrevNext »Last

نظر دهید