خانهنړۍکیم جونګ اون یو وار بیا د شمالي کوریا د دولت رییس...

کیم جونګ اون یو وار بیا د شمالي کوریا د دولت رییس ټاکل شوی

د شمالي کوریا مشر «کیم جونګ اون» د هیواد په پارلماني ټاکنو کې د واکمن ګوند له بریا وروسته یو وار بیا د دغه هیواد د دولت رییس په توګه ټاکل شوی دی. 

دا خبر رویټرز خبري اژانس نن (دوشنبه، حمل ۳مه) د شمالي کوریا د دولتي کوریا مرکزي خبري اژانس (KCNA) په حواله خپور کړی دی. 

د راپورونو له مخې، د شمالي کوریا مشر له ټاکنو څخه یوه اوونۍ وروسته د «خلق عالي اسمبلۍ» یا د هیواد پارلمان کې خپله لومړۍ غونډه کړې ده. 

دا غونډه پرون (یکشنبه، حمل ۲مه) په پیونګ یانګ کې شوې او د سوسیالیستي اساسي قانون د تعدیل او بشپړولو، د دولتي چارو د کمیسیون د رییس او نورو دولتي مشرتابه ادارو د ټاکلو په څیر مسایلو پکې بحث شوی دی. 

د شمالي کوریا د لومړي وزیر او نورو مشرتابه پوستونو د ټاکلو سربیره، تمه کیږي چې د سوسیالیستي اساسي قانون د تعدیلاتو او بشپړولو په اړه به هم بحثونه وشي.

د دې ترڅنګ به د شمالي کوریا د خلق اسامبلې د هیواد پر پنځه کلن اقتصادي پلان بیاکتنه وکړي، کوم چې د هیواد د واکمن ګوند د کانګرس په جریان کې اعلان شوی و.

د شمالي کوریا پارلماني ټاکنې تېره اوونۍ ترسره شوې، او د کیم جونګ اون په مشرۍ واکمن ګوند وکولای شول چې ټولې څوکۍ وګټي.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه