د فلسطین روغتیا چارواکو اعلان کړی، چې تېره ورځ یکشنبه د غزې په تړانګه کې د «نصیرات» کډوالو په کمپ کې د پولیسو پر موټر د اسراییلو په هوايي برید کې درې کسان ووژل شوي او لس نور ټپیان دي.
طبي او پولیس سرچینو ویلي، تېره ورځ(یکشنبه، د مارچ ۲۲مه) په نصیرات کې درې وژل شوي کسان د حماس په مشرۍ د پولیسو ځواک غړي وو. ډاکټرانو وویل چې په برید کې لس نور ټپیان شوي دي.
له دې سره په شمالي غزه کې یو بل هوايي برید یو سړی وواژه چې ګومان کیږي د «فتح» وسلهوالې ډلې مشر وي. چارواکو وویل چې په برید کې نامعلوم شمېر خلک هم ټپیان شوي دي.
د اسراییلو پوځ وویل چې دوی د دواړو پېښو په اړه څیړنه کوي. په ایران باندې د امریکا او اسراییلو د بریدونو وروسته په ورځو کې په غزه باندې د اسراییلو بریدونه کم شوي وو، خو اوسېدونکو، ډاکټرانو او شنونکو وویل چې اوس یو ځل بیا زیات شوي دي.
باید وویل شي چې د اکتوبر په میاشت کې د اسراییلو او حماس ترمنځ د اوربند له هوکړې راهیسې غزه د منظمو بریدونو سره مخ شوې ده. د غزې روغتیا وزارت وايي چې د اوربند له پیل راهیسې لږترلږه ۶۸۰ کسان د اسراییلو په بریدونو کې وژل شوي دي.
د یادولو ده چې اسراییل او حماس یو بل د اوربند د سرغړونې تور لګوي.


