خانهافغانستان"افغانستان او پاکستان دې خپلې ستونزې د مذاکراتو له لارې حل کړي"

“افغانستان او پاکستان دې خپلې ستونزې د مذاکراتو له لارې حل کړي”

ایران کې د اهل سنت یو تن امام، عبدالحمید اسماعیل‌زهی وایي چې افغانستان – پاکستان ژورې تاریخي اړیکې لري او دواړه هېوادونه دې شخړې د جګړې پرځای د خبرو له لارې حل کړي. 

نوموړي د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر نښتو اندېښنه ښودلې او د دواړو هېوادونو له حکومتونو یې غوښتي د جګړې د پراخېدو مخه ونیسي او اختلافات په مذاکراتو سره حل کړي.  

دغه امام همداراز ویلي چې دا جګړه د نورو هېوادونو له لوري کېږي، خو په وینا یې چې افغانستان او پاکستان یې باید پراخېدو ته پرېنږدي. 

مولوي عبدالحمید د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سیمې د امنیت لپاره ګواښ بللې او ویلي یې دي چې دواړه هېوادونه باید ستونزې د خبرو له لارې حل کړي.

تر دې مخکې یو شمېر نورو هېوادونو هم له افغانستان او پاکستان غوښتي وو چې د تاوتریخوالي له زیاتېدو لاس واخلي او مخالفتونه د مذاکراتو په مېز حل کړي.

د یادولو ده چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ دا مهال د کوچني اختر په مناسبت اوربند اعلان شوی، خو د سرچینو په وینا چې د پاکستان پوځي رژيم د اختر په ورځو کې هم له اوربند سرغړونه کړې او پر افغان خاوره یې د هاوان بریدونه کړي دي.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه