خانهافغانستانچین: د امریکا – اسرائیلو او ایران ترمنځ جګړه د پراخېدو په...

چین: د امریکا – اسرائیلو او ایران ترمنځ جګړه د پراخېدو په حال کې ده 

د چین بهرنیو چارو وزارت یو وار بیا خبرداری ورکړی چې که امریکا – اسرائیل او ایران ستونزې د خبرو له لارې حل نه کړي، نو جګړه به نوره هم پراخه شي.  

د دغه وزارت په اعلامیه کې ویل شوي چې په منځني ختیځ کې زور څرګندول ستونزې نه‌شي هوارولی او جګړه به نوره هم کرکه زیاته کړي. 

چین ټینګار کړی چې هر څومره ژر کېږي، بیا ښکېل اړخونه خپل نظامي اقدامات پایته ورسوي او ستونزې د مذاکراتو له لوري حل کړي. 

د چین بهرنیو چارو وزارت همداراز ویلي چې دوی به د منځګړي رول ته ادامه ورکړي او هیله څرګندوي چې ژر تر ژره خپل نظامي عملیات پایته ورسول شي. 

د یادولو ده چې د ایران، چین او اسرائیلو ترمنځ جګړه لا هم ادامه لري او تر اوسه یې د اوربند کومې نښې نه لیدل کېږي. 

بلخوا د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ ویلي چې دوی له ایران سره خبرې غواړي، خو په وینا یې چې د مذاکراتو لپاره یې مناسب لوری نه دی موندلی.  

په ورته مهال ایراني چارواکو هم پر اسرائیلو او په سیمه کې پر امریکايي تاسیساتو د بریدونو د ځوابي بریدونو خبرداری ورکړی دی. 

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه