د ناټو سازمان له عراق څخه د خپلو ټولو ځواکونو د ایستلو خبر ورکړی، او ویلي یې دي چې ناټو ځواکونه اروپا ته لېږدول شوي دي.
دغه سازمان ویلي چې دا پرېکړه په سیمه کې د کړکېچ پراخېدو له امله شوې او دوی له عراق څخه د خپلو ځواکونو ایستلکېدو ته اړ شوي دي.
تر دې مخکې یو شمېر وسلهوالو ډلو راپور ورکړی و چې له تېرو شلو ورځو راهیسې د بغداد هوایي ډګر ته نږدې پر «ویکتوریا اډې» د پرلهپسې بریدونو پرمهال ناټو ځواکونه په نښه شوي چې مرګژوبله یې هم اړولې ده.
دا په داسې حال کې ده چې له تېرو څه باندې شلو ورځو راهیسې پر ایران د امریکا – اسرائیلو بریدونه روان دي، او بلخوا تهران پر اسرائیلو او په سیمه کې پر امریکايي اډو بریدونو ته دوام ورکړی دی.
بلخوا تازه د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ ویلي چې دوی له تهران سره خبرو ته چمتو دي، خو وایي د دغو مذاکراتو لپاره مناسب لوری نهشته.
تر دې مخکې ځینې نړیوالو رسنیو هم راپور ورکړی و چې په وروستیو کې د ډونالډ ټرمپ له لوري د خبرو د پیلېدو هڅه شوې، خو ویل کېږي چې دا هڅې په پرلهپسې توګه رد شوې دي.


