خانهافغانستاند هلمند په «باباجي» ولسوالۍ کې څاه ته لوېدلی ماشوم وژغورل شو

د هلمند په «باباجي» ولسوالۍ کې څاه ته لوېدلی ماشوم وژغورل شو

د هلمند ولایت د باباجي ولسوالۍ په «نري مانده» سیمه کې ۶۰ متره ژور څاه ته لوېدلی ماشوم د ملي دفاع وزارت د تخنیکي ټیم له لوري ژغورل شوی دی. 

د ا.ا د ۲۱۵ عزم قول اردو مطبوعاتي دفتر د خبرپاڼې له مخې چې دا پنځه کلن ماشوم پرون ۶۰ متره ژور څاه ته لوېدلی و، او د مسوولینو له لوري ژغورل شوی دی.

د سرچینې په وینا چې د ژغورل شوي ماشوم د ډاډ وړ ښودل شوی دی. 

هلمند هغه ولایت دی چې ژورو څاګانو او برمو ته د ماشومانو د غورځېدو زیاتې پېښې پکې کېږي. څه موده مخکې هم په یاد ولایت کې برمې ته غورځېدلې یوه ماشومه ژغورل شوې وه.

په وروستیو کلونو کې د اسلامي امارت کورنیو چارو وزارت د هلمند له خلکو غوښتي وو چې د خپلو ژورو څاګانو سرونه پټ کړي، تر څو د دا ډول پېښو مخه ونیول شي. 

د یادولو ده چې په هېواد کې د دا ډول پېښو له امله وخت ناوخت لسګونه ماشومان هم ژوند له لاسه ورکوي. 

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه