د فاریاب مسوولینو د دغه ولایت په «دولتاباد» ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له امله د څلورو کسانو د مړینې او دوو نورو له ټپيکېدو خبر ورکړی دی.
د فاریاب امنیې قوماندانۍ مسوولینو ویلي چې دا پېښه د دولتاباد ولسوالۍ په ځنګل سیمه کې شوې ده.
د مسوولینو په وینا چې د دې پېښې ټپیان د درملنې په موخه روغتون ته وړل شوي دي.
د فاریاب مسوولینو په اړه څه نور څه نه دي ویلي.
له تېرو څه باندې څلورو کلونو راهیسې په هېواد کې ترافیکي پېښې په بېسارې توګه زیاتې شوې چې ستر لاملونه یې د چلوونکو بېاحتیاطي، خراب سړکونه، ګړندی تګ او د ترافیکي اصولو نهمراعاتول بلل کېږي.
بلخوا اسلامي امارت بار بار له چلوونکو غوښتي چې د هر ډول سفر پرمهال احتیاط او د مسافرو ژوند ته پام وکړي.
څه موده مخکې د ترانسپورت او ملکي هوایي چلند وزارت ویلي وو چې په هېواد کې د ترافیکي پېښو د مخنیوي په موخه په لویو مسافر وړونکو موټرو کې زرګونه «جيپياېس» هم نصب شوې دي.


