د افغان خبریالانو مرکز د ا.ا له زندان څخه د افغان خبریال مهدي انصاري د خوشېکېدو خبر ورکړی دی.
د خبریالانو مرکز په اعلامیه کې راغلي چې د خبریال اساسي حقونه په جدي توګه تر پښو لاندې شوي دي.
مهدي انصاري د سپتمبر په ۱۴مه د کابل په پل خشک سیمه کې له خپل دفتر څخه د راستنېدو وروسته ونیول شو.
د ۱۴۰۳ کال د مرغومي په ۱۲مه، هغه د کابل ابتدايي محکمې لخوا د ا.ا پر ضد د تبلیغاتو په تور په یو نیم کال بند محکوم شو.
د افغان خبریالانو مرکز د شمېرو له مخې، په ۱۴۰۴ کال کې په هېواد کې لږترلږه ۲۱ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي نیول شوي وو. اوس، د مهدي انصاري له خوشېکېدو سره، لږ تر لږه څلور نور خبریالان او د رسنیو کارکوونکي لاهم په زندان کې دي
په ورته وخت کې، د افغانستان د ا.ا د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي چې په تېر کال کې شاوخوا ۱۵۰ نویو رسنیو د فعالیت جوازونه ترلاسه کړي او نږدې ۴۰ رسنیو خپل جوازونه نوي کړي دي.


