خانهافغانستاند بزکشۍ ملي لوبډله نن په نیمه پایلوبه کې له ازبکستان سره...

د بزکشۍ ملي لوبډله نن په نیمه پایلوبه کې له ازبکستان سره مخ کېږي

د افغانستان د بزکشۍ ملي لوبډله به نن جمعه په قزاقستان کې د نړیوالو بزکشۍ سیالیو په نیمه پای لوبه کې له ازبکستان سره مخ شي.

ټاکل شوې ده چې د افغانستان د بزکشۍ ملي لوبډله به نن (جمعه، د مارچ ۲۰مه) په قزاقستان کې د نړیوالو بزکشۍ سیالیو په نیمه پای لوبه کې له ازبکستان سره د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.

دا په زړه پورې لوبه به د کابل په وخت د سهار په ۱۱:۳۰ بجو د قزاقستان په ترکستان کې ترسره شي.

دا په داسې حال کې ده چې د بزکشۍ ملي لوبډله په خپلو تېرو دریو سیالیو کې د هنګري، منګولیا او روسیې لوبډلو ته ماتې ورکړې ده.

د یادولو ده چې د “کوک‌پر” برخه کې د اسیا د بزکشۍ سیالۍ له څه مودې راهیسې د ۹ هېوادونو په ګډون سره ترسره کېږي او د قزاقستان لخوا کوربه توب کېږي.

بزکشي په افغانستان کې یو له پخوانیو او مشهورو دودیزو لوبو څخه دی، چې تاریخي ریښې یې سلګونه کاله پخوانۍ دي. دا په ځانګړي ډول د هېواد په شمالي او مرکزي سیمو لکه بلخ، کندز، کندز، بدخشان او مرکزي ولایتونو کې کې مشهوره ده.

دا لوبه ، چې په لرغونو دودونو کې ریښې لري، په میدان کې د لوبغاړو ځواک، مهارت او همغږي ښیي او هر کال د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه ډېری مینه‌وال راجلبوي.

مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه