خانهنړۍد امریکا – اسرائیل او ایران جګړه؛ قطر کې د ګازو تاسیسات...

د امریکا – اسرائیل او ایران جګړه؛ قطر کې د ګازو تاسیسات په نښه شوي 

د امریکا – اسرائیل او ایران ترمنځ د جګړې په دوام، تهران نن په قطر کې د مایع طبیعي ګازو پر تاسیساتو توغندیز بریدونه کړي دي. 

د قطر دفاع وزارت او دولتي شرکت ویلي چې د ایران د دغو توغندیزو بریدونو له امله په سیمه کې پراخې اورلګېدنې رامنځته شوې دي. 

تر اوسه پر قطر د ایران د دغه برید په اړه نور معلومات نه دي ورکړل شوي. 

د یادولو ده چې تر دې مخکې اسرائیلو د جنوبي پارس ګازي میدان په نښه شو او پراخ مالي زیان یې واړاوه. 

د ایران او اسرائیل ترمنځ پر جګړې شاوخوا ۲۰ ورځې تېرې شوې، خو لا هم د دې جګړې د پایته رسېدو کومې نښې نه لیدل کېږي. 

تازه ایراني چارواکو یو وار بیا خبرداری ورکړی چې دوی به پر اسرائیلو او په سیمه کې پر امریکايي اډو تر هغه وخته خپل بریدونه دوامدار وساتي، تر څو چې پر دوی بریدونه پایته نه وي رسېدلي.  

بلخوا د سیمې یو شمېر هېوادونو د ایران او اسرائیلو پر جګړې اندېښنه ښودلې او ټینګار یې کړی چې باید ژر تر ژره د دې جګړې د پایته‌رسېدو لپاره کار وشي.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه