خانهنړۍقطر ایراني ډیپلوماتان وشړل

قطر ایراني ډیپلوماتان وشړل

د قطر د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ، چې د «راس لفان» صنعتي ښار باندې له برید وروسته، په دوحه کې د ایران د سفارت پوځي او امنیتي اتشې، د دې څانګو د کارکوونکو سره یوځای باید په ۲۴ ساعتونو کې له دغه هېواده ووځي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت نن(پنجشنبه، د مارچ ۱۹مه) دا پرېکړه د دغه د بهرنیو چارو وزارت چارواکو د ایران له سفیر سره د کتنې وروسته وشوه. قطر د ایران وروستي بریدونه «د خپل حاکمیت او ملي امنیت سرغړونه» بللې ده.

په یوه بیان کې، د قطر د بهرنیو چارو وزارت وویل چې په دغه برید د نړیوال قانون او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړو څخه ښکاره سرغړونه” وه.

یاد وزارت ټینګار وکړ چې د ایران اسلامي جمهوریت بریدونه د “تکراري او دښمنانه چلند” یوه برخه ده چې نه یوازې د قطر امنیت بلکې د سیمې ثبات هم ګواښوي.

باید وویل شي، چې راس لفان برید د قطر هېواد یو له مهمو انرژۍ مرکزونو څخه ده.

مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه