د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره ورځ اعلان وکړ چې د چین له ولسمشر شي جین پینګ سره یې خپله پلان شوې کتنه شاوخوا یوه میاشت وځنډوله. ټاکل شوې وه دواړه ولسمشران د مارچ له ۳۱مې څخه تر اپرېل ۲مې پورې په بیجینګ کې سره وګوري.ر
د سفر موخه د اړیکو بیا رغونه او د سوداګرۍ اوربند غځول وو، خو د ایران پر وړاندې د امریکا او اسراییلو روانې جګړې پلانونه ګډوډ کړي دي.
ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل: “زه باید دلته د جګړې له امله یم؛ زه احساس کوم چې زه باید دلته یم. نو موږ د یوې میاشتې ځنډ غوښتنه وکړه.”
هغه ټینګار وکړ چې له چین سره یې اړیکې ډېرې ښې وې او ځنډ هېڅ چل نه و”؛ دا یوازې د منځني ختیځ د شخړې له امله اړین و.
ټرمپ مخکې له فایننشل ټایمز سره په یوه مرکه کې ویلي وو چې د سفر په اړه پرېکړه ممکن د هرمز تنګي په پرانیستلو کې د چین په مرسته پورې اړه ولري.
چین تر اوسه په رسمي ډول غوښتنې ته ځواب نه دی ویلی، خو د بهرنیو چارو وزارت یې د مشرانو د ډیپلوماسۍ پر اهمیت ټینګار کړی دی.
په همدې حال کې، تېره اوونۍ په پاریس کې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې خبرې اترې رغنده وبلل شوې، او د “امریکا-چین سوداګریز پلاوي” د جوړولو مفکوره راپورته شوه چې متقابلې ګټې په پام کې ونیسي.
باید وویل شي چې د جګړې له پیل راهیسې د تیلو نړیوال نرخونه هم له ۴۰ څخه تر ۵۰ سلنې پورې لوړ شوي، او د هرمز تنګی په بشپړه توګه تړل شوی دی. کارپوهان په دې باور دي چې چین، د خپلو لویو تېلو زیرمو سره، به لږ اغېزمن شي، خو د صادراتو پر بنسټ اقتصاد یې د نړیوال سوداګرۍ د خنډونو په اړه اندېښمن دی.


