Thursday Jan 18, 2018

د اسامه بن لادن او پاکستان حکومت په اړه د باراک اوباما تازه څرګندونې

نوشته شده توسط khaama - Sat Dec 02 2017, 5:34 am

د امریکا متحده ایالاتو پخواني ولسمشر باراک تائید کړه چې اسلام اباد د پاکستان په خاوره کې د القاعده پخواني مشر اسامه بن لادن د موجودیت په اړه هیڅ معلومات نه لرله.

نوموړی تیره ورځ په نوې دهلي کې د یوې ورځپاڼې له خوا په جوړه شوې غونډه کې د وینا پر مهال وویل چې د امریکا متحده ایالاتو له حکومت سره کوم شواهد وجود لري ترڅو دغه موضوع ثابته کړي چې د پاکستان حکومت د بن لادن د موجودیت په اړه پوه وه.

ښاغلي اوباما په دې اړه نور جزئیات ور نه کړل خو زیاته یې کړه چې په یقین سره د متحده ایالاتو حکومت د دغه موضوع په اړه خپل څیړنې لرلې او پر دغه موضوع غور هم کړي وه.

د القاعده ترهګرې شبکې پخواني مشر اسامه بن لادن د ۲۰۱۱ میلادي کال په مې میاشت کې د پاکستان په ایبټ اباد ښار کې د امریکایي ځانګړي ځواکونو د عملیات په ترڅ کې ووژل شو.

د بن لادن پر وداني برید او پلازمېنه اسلام اباد ته نژدې د هغه پټنځای د اسلام اباد او واشنګټن ترمنځ د اړیکو د خرابېدو لامل هم شوي وه.

خامه پرس پښتو | د افغانستان خبري آژانس را دنبال کنید با تویتر, فسبک. و آر اس اس

نظر دهید