خانهافغانستانخلیلزاد: نړیواله ټولنه دې پر کابل د تېرې شپې برید وغندي 

خلیلزاد: نړیواله ټولنه دې پر کابل د تېرې شپې برید وغندي 

د افغانستان لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی، زلمی خلیلزاد وایي چې په کابل کې د روږدو کسانو پر روغتون د پاکستان پوځي رژیم د تېرې شپې برید د اندېښنې وړ دی، او باید په نړیواله کچه وغندل شي.

خلیلزاد لیکلي چې نړیواله ټولنه باید د پاکستان پوځي رژیم دا برید وغندي او له قربانیانو سره مرستې وکړي.

نوموړي همداراز ویلي چې د اسلامي امارت باید د پاکستان پر وړاندې پر خپله پالیسي له سره غور وکړي او له دوی سره باید «هوښیارانه» عمل وکړي.

“زه همدارنګه هیله لرم چې ډېر باوجدانه پاکستانیان به د خپل پوځ پر هغې غیرانساني پرېکړې ناراضه او ناخوښ وي چې د افغان ملکي وګړو د وژنې او ټپي کېدو لامل شوې ده”

زلمي خلیلزاد دا هم ویلي چې پاکستان د خپلو خلکو خبرو ته هم غوږ نه نیسي، او یوازې ملکي تاسیسات په نښه کوي. 

تېره شپه د پاکستان پوځي رژیم له لوري په کابل کې د روږدو کسانو پر یو روغتون هوایي برید وشو چې له امله یې شاوخوا ۴۰۰ رغېدوونکي ناروغان شهیدان او سلګونه نور ټپيان شول. 

د یادولو ده چې دا برید په کور دننه او بهر د ځینو افغان چارواکو لخوا سخت غندل شوی او توند غبرګون یې څرګند کړی دی.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه