خانهافغانستانافغانستان اته صادراتي جوپې ترکیې ته لېږي

افغانستان اته صادراتي جوپې ترکیې ته لېږي

د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت اعلان کړی چې د افغانستان اته صادراتي بارونه به د تورغندي بندر او د لاجوردو له لارې لومړی ترکیې ته او بیا به د سعودي عربستان، متحده ایالاتو، اسټرالیا او هالنډ په ګډون څو نورو هېوادونو ته واستول شي.

د دغه وزارت په وینا، دا اقدام د ټرانزیټ اسانتیا او د ملي صادراتو ملاتړ لپاره د نویو پروګرامونو په چوکاټ کې ترسره کیږي. د رحمت مومن ټرانسپورټ شرکت ټاکل شوې ده چې دا بارونه سبا دوشنبه له افغانستان څخه ترکیې ته ولیږدوي.

پورته ذکر شوي بارونه وچې مېوې، جامونه، د فشار ککرونه او د انرژۍ څښاکونه شامل دي چې د لاجوردو له لارې لېږدول کیږي.

د لاجوردو له لاره په سیمه کې یو له مهمو ټرانزیټ دهلیزونو څخه ګڼل کېږي، چې له افغانستان څخه پیل کیږي او د ترکمنستان، اذربایجان او ګرجستان له لارې ترکیې ته تېرېږي. له هغه ځایه، دا توکي به نورو هېوادونو ته واستول شي.

د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت وايي چې د ټرانزیټ دهلیزونو پراختیا، د صادراتو او وارداتو د زیاتوالي لپاره فرصتونه برابرول، او د نړیوالو ټرانسپورټ شرکتونو ملاتړ د وزارت له مهمو لومړیتوبونو څخه دي.

د مسوولینو په وینا، په دې برخه کې د ټرانزیټ همکارۍ د پراخولو او سیمه‌ییزې سوداګرۍ د پیاوړتیا لپاره ګامونه اخیستل شوي دي.

مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه