د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ چې امریکا به ډېر ژر د هرمز تنګی پرانیزي ځکه چې جګړه درېیمې اوونۍ ته داخله شوه او د تېلو بیې لوړې شوې.
هغه په ټولنیزه شبکه ایکس کې ولیکل: هغه هېوادونه چې د تنګي له تړلکېدو اغېزمن شوي، لکه چین، فرانسه، جاپان، سویلي کوریا او انګلستان، له امریکا سره جنګي بېړۍ لېږي ترڅو لاره خوندي وساتي.
د امریکا ولسمشر ادعا وکړه چې امریکا د ایران د پوځي ځواک ۱۰۰٪ له منځه وړی دی، خو ایران لاهم ډرون، ماینونه یا توغندي لیږلی شي.
هغه زیاته کړه: امریکا به د ایران ساحل بمبار کړي او ایراني کښتۍ به له منځه یوسي ترڅو د هرمز تنګی “خلاص، خوندي او ازاد” کړي.
دا پوسټ په داسې حال کې خپور شو چې د ایران پر وړاندې د امریکا او اسراییلو جګړه دریمې اوونۍ ته داخله شوه، د هرمز تنګي له لارې د تېلو تګ راتګ ګډوډ شوی او د تېلو بیې له ۱۰۰ ډالرو څخه پورته شوې دي.
باید وویل شي چې ټرمپ ټینګار وکړ چې دا اقدام د ایران له خوا د پاتې ګواښونو د مخنیوي لپاره اړین دی. ایران لا تر اوسه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.


