خانهافغانستانبدخشان کې خونړۍ ترافیکي پېښه؛ پنځو کسانو ژوند بایللی

بدخشان کې خونړۍ ترافیکي پېښه؛ پنځو کسانو ژوند بایللی

د بدخشان مسوولین وایي، د یاد ولایت په «شهربزرګ» ولسوالۍ کې د خونړۍ ترافیکي پېښې له امله پنځه کسان مړه او څلور نور ټپيان شوي دي. 

ځايي مسوولینو ویلي چې دا پېښه نن (یکشنبه) سهار مهال د یو لنډکروزر موټر د چپه‌کېدو له امله شوې ده.  

سرچینې د دې پېښې لامل د چلوونکي بې‌احتیاطي بللې او په وینا یې چې ټپیان د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي دي.  

بدخشان یو له هغو ولایتونو دی چې وخت ناوخت پکې دا ډول خونړۍ ترافیکي پېښې کېږي، او په پایله کې یې لسګونه کسان ژوند بایلي.  

د یادولو ده چې له تېرو نږدې پنځو کلونو راهیسې په هېواد کې ترافیکي پېښې په بې‌سارې توګه زیاتې شوې چې ستر لاملونه یې د چلوونکو بې‌احتیاطي، ګړندی تګ او د ترافیکي اصولو نه‌مراعاتول بلل کېږي.  

بلخوا اسلامي امارت بار بار له موټرچلوونکو غوښتي چې د هر ډول سفر پرمهال احتیاط او د مسافرو ژوند ته پام وکړي.  

څه موده مخکې د ترانسپورت او ملکي هوايي چلند وزارت د ترافیکي پېښو د مخنیوي په موخه په لویو مسافر وړونکو موټرو کې زرګونه «جي‌پي‌اېس» الو له نصبېدو خبر ورکړی و. 

Asmatullah SALEH
Asmatullah SALEHhttps://pohawaimedia.com/
Asmatullah SALEH has been a journalist with various Afghan media for the past Eleven years. He is currently a journalist with Khaama Press News Agency.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه