په پاکستان کې د امنیتي پېښو او نارامۍ زیاتېدو په دوام، تازه د دغه هېواد د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر، مولانا فضلالرحمن ویلي چې د پاکستان پر سیمهييز او نړیوال سیاست باید بیاکتنه وشي.
نوموړي ویلي پاکستان اوسمهال له سختو ننګونو سره مخ دی، او پکار ده چې له خپلو ګاونډیو هېوادونو سره د جګړې پرځای ښې اړیکې ټینګې کړي.
“جګړه کړکېچ نور هم زیاتوي، پاکستان باید له خپلو ګاونډیو هېوادونو سره ښې اړیکې ولري”
مولانا فضلالرحمن تر دې مخکې هم څو څو ځلې د پاکستاني حکومت پر پالیسیو توندې نیوکې کړې وې، او له دوی یې غوښتي وو چې د ګاونډیو هېوادونو په برخه خپله تګلاره بدله کړي.
هغه دا هم ویلي وو چې له مازدیګر وروسته په خیبر پښتونخوا کې «تاڼې» تړل کېږي او ټوله سیمه د وسلهوالو په لاس کې وي.
دا څرګندونې داسې مهال دي چې له تېرو څو کلونو راهیسې په پاکستان کې پر پوځ بریدونه او مرګونې چاودنې زیاتې شوې، او همداراز په ډېرو سیمو کې د پاکستاني پوځ خلاف وسلهوال لوري فعال ښکاري.
د یادولو ده چې په تېرو څو میاشو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ هم کړکېچ پراخ شوی، او ټولې سوداګریزې لارې تړل شوې دي.


