خانهنړۍامریکا د مجتبی خامنه‌یي او د ایران استخباراتي چارواکو په اړه د...

امریکا د مجتبی خامنه‌یي او د ایران استخباراتي چارواکو په اړه د معلوماتو لپاره لس میلیونه ډالره انعام اعلان کړ

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د مجتبی خامنه‌یي او د ایران د ملي امنیت رییس علي لاریجاني په ګډون د یو شمېر لوړ پوړو پوځي او استخباراتي چارواکو په اړه د معلوماتو لپاره تر ۱۰ میلیون ډالرو پورې انعام اعلان کړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په ویب پاڼه کې د خپرو شویو معلوماتو له مخې، په دې انعام کې د سپاه پاسدانو سره تړلي ۱۰ چارواکي هم شامل دي.

مجتبی خامنه‌یي په دې وروستیو کې د اسراییل او امریکا په ګډ هوایي بریدونوکې د خپل پلار علي خامنه‌یي تر مړینې وروسته د ایران د نوي مشر په توګه وټاکل شو.

باید وویل شي چې مجتبی خامنه‌یي د امریکا او اسراییلو په بریدونو کې ټپي شوی و، له هغه وخت راهیسې په عام محضر کې نه دی لیدل شوی، خو د پنجشنبې په ورځ یې خپله لومړۍ اعلامیه خپره کړه.

امریکا د ایران د ملي امنیت رییس علي لاریجاني، د استخباراتو وزیر اسماعیل خطیب، د کورنیو چارو وزیر اسکندر مومني او د خامنه‌یي په دفتر کې د دوو نورو چارواکو په اړه هم معلومات غواړي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت وویل: “دا کسان د سپاه پاسداران د بېلابېلو څانګو قومانده او لارښوونه کوي، یوه اداره چې په ټوله نړۍ کې د ترهګریزو عملیاتو په پلان کولو، تنظیم کولو او اجرا کولو کې ښکیل ده.”

ایران بیا د ترهګرۍ ملاتړ ردوي، د متحده ایالاتو دا تورونه بې اساسه سیاسي بریدونه ګڼي او وايي چې واشنګټن د فشار کمپاینونو یا د بندیزونو لګولو توجیه کولو لپاره دا ډول ادعاوې کوي.

مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه