خانهافغانستانپکتیا کې له یو درملتون څخه غلا کوونکی کس نیول شوی

پکتیا کې له یو درملتون څخه غلا کوونکی کس نیول شوی

د پکتیا مسوولین وایي چې په یاد ولایت کې پولیسو هغه کس نیولی چې له یو درملتون څخه یې پيسې او یوه اندازه درمل غلا کړي وو.

د دغه ولایت امنیې قوماندانۍ د خبرپاڼې له مخې چې دا کس د لومړۍ حوزې د جنایي جرمونو سره د مبارزې منسوبینو د غلا پرمهال نیولی دی.

سرچینې لیکلي چې له نیول شوي کس څخه ۱۰۰ قوطي د زيټرو درمل، ۴۰ پاکټه فلاجل ګولۍ، ۱۱۰ قوطي بروفين شربتونه او د ۱۵۰۰۰ افغانیو په اندازه نغدې پیسې هم ترلاسه شوې دي.

په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي چې نیول شوی کس به له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته ور وپېژندل شي.

د یادولو ده چې له تېرو څو کلونو راهیسې په هېواد کې د غلا او نورو جرمونو په تړاو سلګونه کسان نیول شوي دي.

بلخوا د اسلامي امارت کورنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې په هېواد کې به د ټولو هغو کسانو پر ضد مبارزه کوي چې عامه امنیت ګډوډوي او د خلکو په شتمنۍ تېری کوي.

دا یادونه هم ضروري ده چې په هېواد کې دا ډول پېښې تر ډېره نادرې برېښي چې یو کس دې له درملتون څخه غلا وکړي.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه