خانهنړۍپزشکیان د جګړې پایته رسولو لپاره درې شرطونه وړاندې کړي

پزشکیان د جګړې پایته رسولو لپاره درې شرطونه وړاندې کړي

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د روسیې او پاکستان له مشرانو سره تر خبرو وروسته له اسراییل او امریکا سره د جګړې پایته رسولو او سولې لپاره درې شرطونه وړاندې کړي.

هغه پرون ناوخته (چهارشنبه، د مارچ ۱۱مه) په ټولنیزه شبکه ایکس کې ولیکل: “د روسیې او پاکستان له مشرانو سره په خبرو اترو کې، ما د سیمه‌ییزې سولې لپاره د ایران ژمنتیا تکرار کړه.”

د هغه په ​​وینا، “د دې جګړې د پای ته رسولو یوازینۍ لاره – چې د صهیونیسټ رژیم او امریکا لخوا پیل شوې وه – د ایران د مشروع حقونو پېژندل، د خسارې ورکول، او د راتلونکي یرغل په وړاندې قوي نړیوال تضمینونه دي.”

دا څرګندونې په داسې وخت کې راځي چې د ایران پوځي قوماندانانو دمخه د جګړې دوام او په سیمه کې د امریکا او اسراییلو پورې اړوند اهدافو په نښه کولو ټینګار کړی، او ویلي یې دي چې “هېڅ خبرې اترې به نه وي.”

له دې سره ډونالډ ټرمپ مخکې ویلي وو چې جګړه به ډیر ژر پای ته ورسیږي، او د سپینې ماڼۍ ویاند نن ټینګار وکړ چې د جګړې له پای ته رسېدو وروسته به د تېلو بیې راټیټې شي.

هغه څرګنده کړه چې جګړه به هغه وخت پای ته ورسېږي کله چې متحده ایالات خپل پوځي اهداف ترلاسه کړي – د ایران د اټومي تاسیساتو او توغندیو صنعت ویجاړول.

که څه هم د متحده ایالاتو او اسراییلو په لومړنیو بیانونو کې د رژیم بدلون هم یادونه شوې وه، داسې ښکاري چې واشنګټن د اوس لپاره له دې هدف څخه شاته شوی دی. تر اوسه پورې، متحده ایالاتو او اسراییلو د پزشکیان وړاندیز او وړاندې شویو شرایطو ته ځواب نه دی ویلی.

مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه