خانهنړۍد امریکا او اسراییلو د جګړې د لومړیو شپږو ورځو لګښت څه...

د امریکا او اسراییلو د جګړې د لومړیو شپږو ورځو لګښت څه باندې ۱۱.۳ میلیارد ډالرو ته رسېدلی

د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې، د امریکا د دفاع وزارت (پنټاګون) چارواکو د دغه هېواد د قانون جوړونکو سره په یوه محرمه غونډه کې اعلان وکړ چې د ایران پر وړاندې د امریکا او اسراییلو د جګړې د لومړیو شپږو ورځو لګښت څه باندې ۱۱.۳ میلیارد ډالرو ته رسېدلی دی.

دا اټکل تېره ورځ(چهارشنبه، مارچ ۱۱مه) وړاندې شو، یوازې د پوځي عملیاتو مستقیم لګښتونه، لکه د توغندیو سونګ، جنګي الوتنې، مهمات او لوژستیکي ملاتړ شامل دي، او د جګړې دمخه لګښتونه، لکه د تجهیزاتو او سرتیرو راټولول شامل نه دي. له همدې امله، اصلي ارقام به ډیر لوړ وي.د

دغه لوی لګښت اعلان کیږي ځکه چې جګړه خپلې ۱۲مې ورځې ته ننوځي او هوایی او سمندري بریدونه دوام لري. اقتصادي کارپوهان خبرداری ورکوي چې د شخړې دوام کولی شي د امریکا په دفاعي بودیجه سخت فشار راوړي او د هیواد د ملي بودیجې کسر کې زیاتوالی راولي.

پنټاګون لا تر اوسه نور تفصيلي توضیحات نه دي خپاره کړي. جګړه د فبروري په ۲۸مه د امریکا او اسراییلو لخوا د تهران په ولسمشرۍ ماڼۍ د سهار په بریدونو سره پیل شوه، چې د برید په لومړۍ ورځ یې د ایران ستر مشر علي خامنه‌یي او یو شمېر لوړ پوړي ایراني قوماندانان ووژل.

په ځواب کې، ایران د منځني ختیځ هېوادونو په وړاندې د توغندیو او ډرون بریدونو لړۍ پیل کړې، هغه بریدونه چې عربي مشران یې په غوسه کړي او د ایران سره د جګړې احتمال یې لوړ کړی دی.

مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه