خانهافغانستانهرات کې د ترکمنستان وارداتي برښنا پرې شوې

هرات کې د ترکمنستان وارداتي برښنا پرې شوې

د هرات مسوولین وايي، چې د ترکمنستان څخه د وارد شوې برښنا د شارتي له امله پرې شوې او د افغانستان د برښنا شرکت تخنیکي ټیمونه د دغې ستونزې ژر تر ژره حل لپاره کار کوي.

د هرات د والي د ویاند په وینا، د ترکمنستان څخه وارد شوې ۲۲۰ کیلو ولټه برښنا نن سهار د برښنا د شارتي له امله پرې شوه.

د افغانستان د برښنا شرکت (برشنا) تخنیکي ټیمونه سیمې ته رسېدلي او د برښنا د بیا رغولو لپاره کار پیل شوی دی. مسوولینو ژمنه کړې چې ستونزه به ژر تر ژره حل شي ترڅو ښاریان د برښنا له کمښت سره مخ نشي.

باید وویل شي چې له ترکمنستان څخه وارد شوې برښنا د هرات د انرژۍ اړتیاوو یوه د پام وړ برخه برابروي، او د هغې پرې کېدل کولی شي په ولایت کې ورځني ژوند او اقتصادي فعالیتونه اغیزمن کړي. د برېښنا رسولو د اوږدمهاله ګډوډۍ د مخنیوي لپاره تخنیکي هڅې روانې دي.

مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه