له ګاونډیو هېوادونو څخه د افغان کډوالو د بېسارې راستنېدنې په دوام، پرون (سهشنبه) د هرات، نیمروز او کندهار له لارو ۷۶ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.
د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون ویلي چې د نيمروز د ورېښمو پله له لارې ۳۳، د هرات د اسلام کلا له لارې ۳۱ او د کندهار د سپين بولدک له لارې ۱۲ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.
د یاد کمېسیون د معلوماتو له مخې چې د دې ترڅنګ ۳۲ کورنۍ خپلو سيمو ته لېږدول شوي او سلګونو کورنيو ته مرستې وېشل شوې دي.
له تېرو څلورو کلونو راهیسې له ایران او پاکستان څخه د افغانانو راستنېدل په بېسارې توګه زیات شوي، چې د دغو هېوادونو د حکومتونو دا اقدام وخت ناوخت د کډوالو چارو نړیوالو بنسټونو له نیوکې او غندنې سره مخ شوی دی.
څه موده مخکې د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو عالي کمېشنرۍ ویلي وو چې یوازې سږ کال میلیونونه افغان کډوال په جبري توګه افغانستان ته لېږل شوي دي.
بلخوا اسلامي امارت ډاډ څرګند کړی چې د بېلابېلو کورنیو او نړیوالو مرستندویه ادارو په همکارۍ یې تر دې دمه د کډوالو د راستنېدنې بهیر په ښه ډول مدیریت کړی، او د دوی لپاره لومړنۍ مرستې چمتو شوې دي.


