خانهافغانستانعراقچي: د مذاکراتو اړتیا نه‌شته، ایران خپلو بریدونو ته ادامه ورکوي 

عراقچي: د مذاکراتو اړتیا نه‌شته، ایران خپلو بریدونو ته ادامه ورکوي 

د ایران بهرنیو چارو وزیر، سید عباس عراقچي وایي چې اوسمهال له امریکا سره مذاکراتو ته هېڅ اړتیا نه لیدل کېږي او دوی به خپل ځوابي توغندیز بریدونه روان ساتي. 

عباس عراقچي ټینګار کړی چې تهران به تر هغې خپل بریدونه روان ساتي، تر کومه وخته یې چې په هېوادو بریدونه روان وي. 

تر دې مخکې د ایران سپاه‌پاسداران خبرداری ورکړی و چې که پر دوی بریدونه دوامدار وي، نو منځني ختیځ ته به د یو لیټر تېلو د لېږد اجازه ورنکړي.   

خو بلخوا بیا د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی چې که ایران د انرژۍ له تولیدونکې سیمې څخه د صادراتو مخه ونیسي له سختو بریدونو سره به مخ شي.

له دې څرګندونو وروسته د امریکا او روسیې ولسمشر د یو ساعت لپاره ټلېفوني خبرې هم کړې او د روسیې ولسمشر، ولادیمیر پوتین ټرمپ ته د ایران جګړې د پایته رسېدو وړاندیز کړی دی. 

یو شمېر روسي چارواکو د ټرمپ او پوتین دا اړیکه ګټوره بللې او په وینا یې چې دوی دواړو همداراز د اوکراین جګړې  پایته رسولو په اړه هم خبرې کړې دي.

د یادولو ده چې له ولادیمیر پوتین سره تر اړیکې وروسته د امریکا ولسمشر ویلي چې امریکا د ایران پوځ ته جدي زیان رسولی او اټکل یې کړی چې دا جګړه به تر وخت مخکې پایته ورسوي.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه