خانه افغانستان کرکټ بورډ: د افغانستان او سریلانکا ترمنځ لوبلړۍ ځنډېدلې

کرکټ بورډ: د افغانستان او سریلانکا ترمنځ لوبلړۍ ځنډېدلې

0
356

کرکټ بورډ خامه پرېس ته ویلي، چې د افغانستان او سریلانکا ترمنځ راتلونکې لوبلړۍ په منځني ختیځ کې د روانو کړکېچونو له امله ځنډېدلې ده.

کرکټ بورډ نن(سه‌شنبه، د مارچ ۱۰مه) خامه پرېس ته په رالېږل شوي غږیز کلپ کې ویلي، د افغانستان او سریلانکا ترمنځ راتلونکې لوبلړۍ په منځني ختیځ کې د روانو کړکېچونو له امله وځنډېده.

تر دې وړاندې کرېک انفو راپور ورکړی وو چې ښايي د افغانستان او سریلانکا ترمنځ راتلونکې لوبلړۍ چې ټاکل شوې وه د روانې مارچ میاشتې له ۱۳مې تر ۲۵ پورې په متحده عربي اماراتو کې ترسره شي، په منځني ختیځ کې د روانو کړکېچونو له امله وځنډیږي.

که څه هم د افغانستان کرکټ بورډ او د سریلانکا کرکټ بورډ تر اوسه رسمي اعلامیه نه ده خپره کړې، خو دواړو لورو هوکړه کړې چې د اوسني وضعیت له امله لوبلړۍ په اماراتو کې نه شي ترسره کېدای، او داسې راپورونه هم خپاره شوي چې دغه لوبلړۍ به د میلادي کال په وروستیو کې ترسره شي.

بدون نظر

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید