د ترکیې د ملي دفاع وزارت اعلان وکړ، چې د شمالي قبرس د ترک جمهوریت د امنیت د پیاوړتیا لپاره شپږ F-16 جنګي جیټ الوتکې او د هوايي دفاع سیسټمونه سیمې ته استول شوي دي، او په راتلونکي کې د امنیتي تدابیرو د زیاتوالي امکان شتون لري.
د ترکیې د ملي دفاع وزارت په یوه رسمي بیان کې ویل شوي چې دا اقدام د شمالي قبرس د ترکیې جمهوریت د امنیت د زیاتولو لپاره د مرحله وار پلانونو په چوکاټ کې اخیستل شوی.
دغه وزارت چارواکو ټینګار وکړ چې د سیمې د وروستیو پرمختګونو په رڼا کې به د امنیتي ارزونو دوام وي او که اړتیا وي نو اضافي اقدامات به هم وشي.
د ترکیې د پرېکړې هدف د امنیتي اندېښنو ځواب ورکول او په شمالي قبرس کې د خپل پوځي شتون پیاوړي کول دي. د ترکیې د دفاع وزارت دا هم ویلي چې دا اقدامات په سیمه کې د سولې او امنیت د ساتلو سره په بشپړ ډول سمون لري او په مستقیم ډول د سیمهییزو بدلونونو سره تړاو لري.
شمالي قبرس د نړۍ د ډېری هېوادونو لخوا نه پېژندل کیږي، له ۱۹۸۳ راهیسې په یو اړخیزه توګه خپلواکي اعلان کړې، او ترکیه یې یوازینی ملاتړی هېواد دی.
په دغې ټاپو کې د ترکیې پوځي شتون تل د هغه هېواد د دفاعي پالیسۍ برخه ګڼل شوې، او د جنګي جټ الوتکو او هوايي دفاعي سیسټمونو ځای پرځای کول په ختیځ مدیترانه کې د سیاسي او پوځي کړکیچونو ځواب دی.


