په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) اعلان وکړ، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا به نن د افغانستان د وضعیت د بیاکتنې لپاره یوه ځانګړې غونډه وکړي.
د یوناما لخوا د خپرو شویو معلوماتو له مخې، دا غونډه به نن (دوشنبه، د مارچ ۹مه) ترسره شي او ټاکل شوې ده چې د افغانستان په وخت د شپې ۱۱:۳۰ بجې پیل شي.
په دې غونډه کې به د ملګرو ملتونو چارواکي د افغانستان د اوسني وضعیت بیاکتنه وکړي او د امنیت شورا غړي به په هېواد کې د وروستیو بدلونونو څخه خبر شي. ویل شوي چې د یوناما سرپرسته مشره او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې مرستیاله جورجټ ګانیون به د امنیت شورا غړو ته د هېواد د اوسني وضعیت په اړه راپور وړاندې کړي.
تمه کیږي چې په دې غونډه کې به د سیاسي وضعیت، بشري شرایطو او په افغانستان کې د ننګونو په څېر مسلو په اړه بحث وشي. امنیت شورا معمولا د داسې راپورونو له ترلاسه کولو وروسته په افغانستان کې د پرمختګونو په اړه نظرونه تبادله کوي او د شورا د غړو نظرونه وړاندې کیږي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا په وروستیو کلونو کې د افغانستان د وضعیت د بیاکتنې لپاره څو غونډې کړې دي. یوناما، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماموریت په توګه، په منظم ډول د هېواد د سیاسي، امنیتي او بشري وضعیت په اړه شورا ته راپور ورکوي.


