خانهنړۍکالیفرنیا کې د مشهورې سندرغاړې «ریحانې» په کور وسله‌وال برید شوی

کالیفرنیا کې د مشهورې سندرغاړې «ریحانې» په کور وسله‌وال برید شوی

نړیوالو رسنیو د امریکا کالیفرنیا ایالت د لس انجلس ښار پولیسو په حواله راپور ورکړی چې یوې ۳۰ کلنې ښځې له خپل موټر څخه د مشهورې سندرغاړې «ریحانې» پر کور تر لسو پورې ډزې کړې دي. 

د رویټرز په وینا، د لاس انجلس پولیس د ماسپښین په ۱:۲۱ بجو (ځایي وخت) د پیښې ځای ته استول شوي او د لومړنیو تحقیقاتو وروسته یې تایید کړې چې یوه مرمۍ د کور په دیوال لګېدلې، خو چا ته پکې زیان نه دی رسېدلی.

د بریدکوونې په اړه د پولیسو څېړنې ښيي چې ویښتان یې ګنډلي او کریم رنګه کمیس یې درلود، او له برید شاوخوا ۳۰ دقیقې وروسته د پلورنځي په پارکینګ کې نیول شوې ده.

ریحانه د پیښې پرمهال په کور کې وه. هغه له خپل خاوند «ای‌سپ راکی»  او د دوی د دریو کوچنیو ماشومانو (دوه هلکان او یوه پنځه میاشتنۍ نجلۍ) سره ژوند کوي.

دا څرګنده نه ده چې ماشومان یا بل څوک په کور کې وو. دا پیښه د ۲۰۱۸ کال د یوې قضیې یادونه کوي چې پکې د «اډوارډو لیون» په نوم یو سړی د ریحانې د هالیوډ هیلز کور له کټارو پورته شو او د ۱۲ ساعتونو لپاره دننه پاتې شو؛ هغه وروسته د تعقیب او ځورونې په تور محکوم شوی و.

پولیسو تر اوسه د شکمن کس په اړه نور جزییات نه دي خپاره کړي، خو په دې اړه څېړنې پيل شوې دي. ‎

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه